د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د ناسمو رواجونو د مخنیوي لپاره د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان د عمليکېدو په موخه جوړهشوې غونډه کې ګډون کړی او د یاد فرمان پر ارزښت غږېدلی دی.
ښاغلي متقي د ناسمو او غیرشرعي دودونو دوام له اسلامي ارشاداتو سرغړونه بللې او په وینا یې چې دا د ټولنې وګړي له اقتصادي اړخه ځپي او د خلکو ترمنځ کرکه پيدا کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې اعتدال او توازن د اسلامي ژوند بنسټ جوړوي او مسلمانان باید د خپل ژوند په ټولو برخو کې دغه اصل مراعات کړي.
مولوي امیرخان متقي همداراز ویلي چې اسلامي امارت د سیاسي او اقتصادي مسوولیتونو ترڅنګ د ټولنې اصلاح او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري، او په دې برخه کې عملي ګامونه اخیستل کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې د یاد وزارت مرستيال او نورو علماوو هم د ویناوو ترڅنګ د اسلامي امارت مشرتابه د دغه فرمان پر عمليکېدو ټينګار کړی دی.

