ډېر لوستل شوي

غزني کې اورلګېدنه مهار شوه؛ د یو میلیون افغانیو زیان مخه نیول شوې

د غزني امنيه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د اور وژنې ټيم يې د غزني ښار د دويمې امنیتي حوزې اړوند بزازي سیمه کې د تېرې شپې د بسم الله مارکیټ دننه د برېښنا شارټي له امله لګېدلې اور مهار کړی دی.

د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، چې د اور وژنې ټیم پر وخت سیمې ته رسېدلي او د شاوخوا یو میلیون افغانیو په ارزښت د مالي زیان مخه يې نيولې ده. د غزني امنیه قوماندانۍ د ورته پېښو د مخنیوي لپاره له ښاریانو غوښتني، چې د برېښنا سیستمونو په کارولو کې لازم احتیاطي تدابیر مراعت کړي.

اړوند خبرونه