د ټولګټو وزارت وایي چې د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲٫۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکس لیکلي چې د یاد سړک په اوږدو کې د ۲ پایو لویو پلونو، ۱۷۴ پایې پلګوټو، ۱۱۷۷ متره سنګکاري دېوالونو او ۱۹۹۰ متره اوسپنیزو کانکریټي ویالو د جوړولو چارې هم شاملې دي.
د ښاغلي حقشناس په وینا چې دا مهال د یادې پروژې د ۱۰ کیلومتره سړک د هموارکارۍ، پرکارۍ، د ۲۰ پلګوټو د کیندلو او د سیداباد ولسوالۍ د لوی پُل د کیندلو چارې جریان لري او همداراز ۱۲ پلګوټي د کانکریټ اچونې لپاره چمتو دي. د ټولګټو وزارت ویاند لیکلي چې د کابل – غزني دویم لین سړک، چې ټولټال ۱۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د لومړۍ، درېیمې او پنځمې برخې رغنیزې چارې یې تېر کال پیل شوې وې، چې له بېلابېلو پرمختګونو سره روانې دي.

