د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د اوزبيکستان انديجان ولايت د والي په مشرۍ له یوه لوړپوړي پلاوي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
یاد وزارت وايي، په دې ناسته کې د سوداګریزو اړیکو په پراختيا او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
په دې ناسته کې د غوښې صادرات، زراعتي وسایل، ټرانزیتي اسانتیاوې او د قرنطین اړوند موضوعات د بحث مهم محورونه بلل شوي دي.
دا په داسې مهال ده، چې په وروستیو اوونیو کې د اوزبيکستان بېلابېل دولتي او خصوصي پلاوي کابل ته سفرونه کوي، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ښودل کېږي.

