ډېر لوستل شوي

تېر کال په کابل کې د معاملاتو لارښوونې ۲۶۳ دفترونه تړل شوي

عدلیې وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۴ کال په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۲ زره ۲۴۴ دفترونه څارل شوي چې په دې کې ۲۶۳ یې تړل شوي دي.
د دغه وزارت په وېبپاڼه لیکل شوي چې دا دفترونه د کابل په بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو کې موقعیت لري او د پرله‌پسې سرغړونو، د فعالیت جواز نه‌لرلو یا نه‌تمدید کولو او نورو غیرقانوني فعالیتونو له امله تړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د معاملاتو لارښوونې دا دفترونه د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او عریضه‌لیکونکو چارو ریاست د نظارتي پلاوي لخوا تړل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې همداراز عدلیې وزارت تېر کال ۱ زرو ۲۷۱ تنو لپاره د معاملاتو لارښوونې نوي جوازونه صادر کړي او د فعالو معاملاتو لارښوونې ۸۷۹ نور جوازونه یې تمدید کړي دي.
د عدلیې وزارت مسوولینو همداراز ویلي چې په دې موده کې د معاملاتو لارښوونې ۲۰۲ دفترونو د فعالیت جوازونه په قانوني دلایلو او یا د هغو د متصدیانو په غوښتنه لغوه او فسخ شوي دي.

اړوند خبرونه