ډېر لوستل شوي

اسلام‌کلا بندر کې یوه محموله کم‌کیفیته ایزوګام بېرته ګرځول شوي

د معیار او کیفیت اداره وایي چې د دې ادارې له لوري په اسلام‌کلا بندر کې د ۲۵ زره ۱۹۰ کیلوګرامه کم‌کیفیته ایزوګام د واردېدو مخه نیول شوې ده.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغو توکو له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او له کره ارزونې وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.
د معیار او کیفیت ادارې یو وار بیا د هېواد بازارونو ته د کم‌کیفیته توکو له واردېدو څخه پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
سرچینې لیکلي: “دا پروسه د معیار او کیفیت ادارې لخوا په پرېکنده او کره توګه پرمخ وړل کېږي، تر څو د هېواد بازارونو ته د کم‌‌کیفیته توکو له ننوتلو څخه په جدي توګه مخنیوی وشي.”
د معیار او کیفیت ادارې ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې به په کلکه توګه کورني معیارونو پلي کیږي، همدارنګه د باکیفیته بازار رامنځته کول او د خلکو روغتیا او خوندیتوب یې خپل لومړیتوب بللی دی.

اړوند خبرونه