ډېر لوستل شوي

د اونۍ تر پایه د درنو اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

د هواپېژندنې اداره وایي چې سر له نن(چهارشنبه، وري ۱۵مې) ددې اونۍ تر پایه به د هیواد په ځینو شمالي او مرکزي ولایتونو کې درانه اورښتونه وشي او ښایي ځیني ځایونه سېلابونه هم راووځي.

د یادې ادارې د اټکل له مخې دا اورښتونه او سېلابونه به د روانې اونۍ په پاتې ورځو کې په غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، میدان وردک، تخار، بلخ پنجشیر، لغمان، کونړ، سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې وبهیږي او ښایي په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه هم لوړه شي.

دغې ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د سېلابونو د جاري کېدو پر مهال دې له خپلو کورونو څخه ووځي. د ویلو ده چې په دې وروستیو کې سېلابونو او درنو اورښتونو د فاریاب او سرپل په ګډون د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې کم تر کمه اووه تنه مړه کړي او په زرګونه کرنیزه ځمکه یې هم له منځه وړې ده.

اړوند خبرونه