د اسلامي امارت مشرتابه د ځانګړي فرمان پر بنسټ، د خوست ولایت په درېیو ولسوالیو کې د تېلو لرونکو نباتاتو د کرنې لپاره د ۱۹۵۱۱ جریبه ځمکه سروې او تثبیت شوې ده.
د خوست ولایت د مقام وياند مستغفر ګربز وايي، دا ځمکې د صبریو-یعقوبیو، علیشیرو-تریزيو او باک ولسوالیو کې ځانکړې شوې، چې د کرنیزو معیارونو له مخې د کرنې لپاره مناسبه ارزول شوې دي.
ټاکل شوې، چې په دې ځمکو کې به په نږدې راتلونکي کې بېلابېل تېل لرونکي نباتات لکه شړشم، کنجد، زغر، لمرګلۍ او ممپلي وکرل شي.
د خوست ولایت رهبري دا اقدام د کرنیز سکتور د بنسټیزې ودې لپاره مهم او ستراتیژیک ګام بللی او ټینګار کوي، چې په راتلونکې کې به د بزګرانو د ملاتړ، د حاصلاتو د زیاتوالي او د عصري کرنې د ترویج لپاره ورته پروګرامونه لا پراخ او اغېزمن پلي شي.

