د هند بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان د ماشومانو د واکسین پروګرام پیاوړتیا لپاره یې د نري رنځ ضد ۱۳ ټنه «BCG» واکسین مرسته کړې ده.
د ياد وزارت وياند رندهير جيسوال وايي، چې دا مرسته يې د عامې روغتیا وزارت ته سپارلې ده.
د یادونې ده، چې له کلونو راهیسې هند له افغانستان سره ښې اړيکې لري او په ځانګړې توګه د درملو په برخه کې يې خپلې مرستې دوامداره ساتلې دي.

