د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه شیخ ابو نصر فراهي بندر کې ۶۳ ټنه ودانیز توکي (کاشي) بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې یادو توکو له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود له هراړخیزې څېړنې او د کیفیت له قیق کنټرول وروسته مسترد شوي دي.
سرچینې لیکلي: “معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په منظمه، شفافه او پرېکنده توګه روانه ده او ټولنې ته د زیانرسوونکو توکو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمي ونه کړي”
په خبرپاڼه کې یو وار بیا له سوداګرو غوښتل شوي چې کورنیو معیارونو ته په پاملرنې د باکیفیته او سالم بازار په رامنځتهکولو کې خپل دیني او ملي مسوولیت ترسره کړي.

