په کابل کې د ترکيې سفير سادن آی یلدیز هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات له والي مولانا اسلامجار سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې د ترکيې سفير د هرات ستراتيژيک اقتصادي موقعيت مهم بللی او په اقتصادي او بنسټيزو برخو کې یې د ګډو همکاریو د پراختيا غوښتنه کړې ده. نوموړي زياته کړې، چې هېواد يې هڅه کوي په افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې پراخې کړي.
سادن آی یلدیز همدارنګه د وسپنې پټلۍ او سيمهييزو ټرانزيټي نښلونکو پروژو د پراختيا يادونه کړې او دا يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو يو مهم محور بللی دی. د هغه په وينا، د افغان ناروغانو او سوداګرو لپاره د ويزې ترلاسه کولو ځانګړې اسانتياوې هم برابرې شوې دي.

