ډېر لوستل شوي

کابل کې د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک پر طرحو بحث شوی

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د کابل ښار د یوولسمې او لومړۍ ناحیو لپاره د مهمو پراختیايي پروژو طرحې څېړل شوې دي.

ياد معاونيت وايي، په دې غونډه کې د یوولسمې ناحیې لپاره تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه، په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړول، او همداراز د معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوې.

له هر اړخیز بحث وروسته، یادې طرحې اړوندو ادارو ته راجع شوې او سپارښتنه ورته شوې، چې د کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره دې د دغو پروژو مالي او تخنیکي تحلیلونه ترسره کړي او خپل تفصیلي راپورونه په ټاکلو نېټو بېرته کمېټې ته وسپاري. چارواکي وايي، د دغو پروژو عملي کېدل به د سوداګرۍ د پراختیا، ښاري اسانتیاوو د زیاتوالي او د معلوماتي ټکنالوژۍ د ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

اړوند خبرونه