ډېر لوستل شوي

د کندهار – سپین‌بولدک دویم لین سړک دویم لاټ رغینزې چارې بشپړېدو ته نږدې دي 

ټولګټو وزارت وایي د کندهار – سپین بولدک دویم لین سړک دویم لاټ رغنیزې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس لیکلي چې یاد سړک ۳۹٫۶ کیلومتره اوږدوالی او په ټولیزه توګه ۱۲٫۲۰ متره پلنوالی لري.

د ښاغلي حق‌شناس په وینا چې د دغه سړک د اسفالټي برخې پلنوالی یې ۱۱٫۲۰ متره دی او نیم متر د سړک څنډې (شولډرونه) لري، او همداراز په یاده پروژه کې د ۲ پلونو او ۱۴۱ پلګوټو د رغونې چارې هم شاملې دي. د سرچینې په وینا چې د یاد سړک د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې د کندهار – سپین بولدک پرمسیر د تلونکو مسافرو ترڅنګ د تخته پل، ارغستان، معروف او شورابک ولسوالویو د اوسیدونکو د تګ راتګ ستونزې حل شي.

اړوند خبرونه