د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د یاد وزارت اترا ادارې په مالي لګښت د کندهار په ۱۵ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شرکت له لوري ۱۸ نوي 3G انتنونه نصب او فعالیت یې پیل کړی دی.
د دغه وزارت ویاند، عنایتالله الکوزي په اېکس لیکلي چې دا انتنونه د ټي ډي ایف (TDF) لسمې پروژې له مخې د کندهار ولایت هغو لرو پرتو سیمو کې فعاله شوي چې له مخابراتي خدماتو بېبرخې وې.
ښاغلي الکوزي لیکلي چې بلخوا د سیمې اوسېدونکي د دغو خدماتو پر پیلېدو خوښ دي او په وینا یې چې مخکې د اړیکو او انټرنټ په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. عنایت الله الکوزي همداراز ویلي چې د مخابراتو وزارت اترا اداره په ټول هېواد کې د ټي ډي ایف پروژې له لارې د مخابراتي خدماتو د پراختیا لپاره هڅې پراخه کړې او دا بهیر په پوره ژمنتیا د تطبیق کېدو په حال کې دی.

