ډېر لوستل شوي

کندوز کې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د غځولو چارې پیل شوې

د کندوز مسوولین وایي چې د دغه ولایت مرکز عسقلان سب‌سټېشن څخه تر دشت‌ارچي نوي سب‌سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي د غځولو چارې رسماً پیل شوې دي.  

د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، د شاوخوا ۵۳۵ میلیون افغانیو په ارزښت دا پروژه د ۱۴۰ مېګاواټه په ظرفیت طرحه شوې چې چارې به یې په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

مسوولینو د برېښنا په برخه کې دا یوه ستره حیاتي پروژه بللې چې په بشپړېدو سره به یې د دشت‌ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي له تلپاتې برېښنا برخمن شي. د یادولو ده چې د دې پروژې چارې د هغې غونډې پرمهال پرانیستل شوې چې د کندوز والي، مولوي نصرالله مطیع، د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس، ملا عبدالخالق همکار، د ولسوالیو مسوولینو، قومي مشرانو، سوداګرو او د رسنیو استازو پکې ګډون کړی و.

اړوند خبرونه