نړۍوال بانک او ملګرو ملتونو په یوه ګډ راپور کې ویلي چې اټکل کیږي، د صهیونستانو د پرلپسې بریدونو په پایله کې غزه کې د ۱۸.۵ میلیارده ډالرو ودانۍ ویجاړې شوي دي.
په راپور کې دا هم راغلي، چې پر غزې ددغو بریدونو په پایله کې ۲۶ مېلیونه ټنه خاورې او خځلې ټولې شوې چې چاڼول به یې کلونه کلونه وخت واخلي.
نړیوال بانک په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بریدونو، ۷۲ سلنه زیان استوګنځایونو او ۱۹ سلنه نور یې عامه او دولتي ودانیو(ښوونځیو، روغتونونو او د اوبو رسولو زېرمو) او نورو ته اوښتی دی.
د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو دا ګډ راپور وړاندې زیاتوي چې دمګړۍ غزه کې یو میلیون کسان سرپنا نه لري او د دغه ښار ۷۵ سلنه خلک بې کوره دي.
ارزونې ښيي چې د غزې نیمايي خلک د لوږې او قحطۍ سره مخامخ دي او ټول یې د خوړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ څخه کړیږي. وروستي ارقام څرګندوي چې د صهیونستانو په بریدونو کې تر دې دمه له ۳۲ زرو زیات کسان شهیدان شوي او تر ۷۰ زرو ډېر ټپیان دي.