د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې امنيتي ځواکونو پاکستان ته د ۲۶۰۰ مرميو د لېږد مخه نيولې ده.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې دا مرمۍ د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په اړوند سيمه کې د پوليسو له لوري کشف او ضبط شوې دي.
د معلوماتو له مخې، مرمۍ په مهارت سره په يوې آلټو موټر کې بار او پاکستان ته يې لېږدولې.
په همدې تړاو پوليسو يو تن هم نيولی، خو د نيول شوي کس په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم په هلمند کې امنيتي ځواکونو څو ځلې د وسلو، مهماتو او بېلابېلو توکو د قاچاق مخه نيولې ده.

