د کانونو او پټروليم وزارت خبر ورکړی، چې د ټاپي د ګازو نلليکې پروژې رغنيزې چارې په هرات ولايت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د ياد وزارت وياند مفتي همايون افغان ويلي، چې د هرات ولايت په برخه کې تر دې مهاله ۴۴ کیلومتره نلليکه غځول شوې ده.
ښاغلي افغان زياته کړې، چې د پاتې نلليکې د غځولو لپاره ۱۲۴ کیلومتره ساحه هم چمتو شوې، څو د کار بهير په چټکۍ سره پر مخ ولاړ شي. ټاپي پروژه، د سيمې له مهمو اقتصادي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

