ډېر لوستل شوي

د ټولګټو وزير د کابل–غزني لویې لارې د دويم لين سړک له رغنيزو چارو ليدنه کړې

د ټولګټو وزير ملا محمد عیسی ثاني د کابل–غزني لویې لارې د دويم لين سړک د درېيو برخو له رغنيزو چارو څخه ليدنه کړې ده.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، چې ښاغلي ثاني د ياد سړک د بېلابېلو برخو د کار له بهير څخه له نږدې کتنه کړې او اړوندو مسوولينو ته يې د کار د چټکتيا، د کيفيت د لوړوالي او په ټاکلي وخت د چارو د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.

وزير همدارنګه قراردادي شرکتونو ته سپارستنه کړې، چې د پروژې د ګړندي پرمختګ لپاره به بوديجه په خپل وخت ورکړل شي او له دوی يې غوښتي، چې د ټاکلي مهال‌ويش له مخې د پروژې چارې ژر بشپړې کړي.

د کابل–غزني لویه لاره د هېواد له مهمو او ستراتيژيکو لارو څخه ګڼل کېږي، چې ټولټال ۱۱۱ کيلومتره اوږدوالی لري او د ټولګټو وزارت له لوري په پنځو برخو وېشل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دا مهال د لومړۍ، درېيمې او څلورمې برخې رغنيزې چارې روانې دي او د پاتې برخو کارونه به هم ژر پيل شي.

په دې پروژه کې د ګڼو پلګوټو، لویو پلونو او نورو انجينري جوړښتونو جوړول شامل دي، چې د بېلابېلو برخو کې د کېندنې، هموارۍ او جوړونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د خلکو د تګ‌ــ‌راتګ ستونزې کمې شي او کروندګرو او سوداګرو ته به د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې پراخې اسانتياوې برابرې شي.

اړوند خبرونه