کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت سپینبولدک ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ۸۶ څارویو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې، په دغو څارویو کې ۷۴ سرې ګامېښې او ۱۲ سره غوایه شامل دي چې د سپین بولدک ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په غیرقانوني ډول هېواد ته رالیږدول کېدې.
د سرچینې په وینا چې د دې قاچاق په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي او قانوني چلند به ورسره وشي.
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست همداراز لیکلي په دې وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي مسوولینو ګرځنده کمپاینونه او د قاچاق مخنیوي هڅې زیاتې شوې دي.

