د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي بادغیس ولایت ته د سفر پرمهال له ځایي مسوولینو سره د پراختیايي پروژو، اقتصادي فرصتونو او د زیربناوو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د بادغیس ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د بادغیس مسوولینو د لامان–قیصار حلقوي سړک د درېیمې برخې اسفالټ چارو پرانیسته حیاتي پرمختګ بللی او په وینا یې چې د دې پروژې بشپړېدل د اقتصادي ودې او سوداګریزو فعالیتونو د پراخېدو لپاره مهم رول لوبوي.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د بهرنیو چارو وزیر د هیواد د زیربنايي پروژو پیاوړتیا د متوازن پرمختګ لپاره یوه اړتیا ګڼلې او ویلي یې دي چې د حلقوي سړک د پاتې برخو بشپړېدل به د سیمو ترمنځ اړیکې لا غښتلې او د اقتصادي اتصال زمینه پراخه کړي.
همداراز د بادغیس والي، ملا محمد حنیف حمزه د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي چې د افغانستان د حلقوي سړک پاتې برخه همدا مسیر دی چې د رهبرۍ د پاملرنې پر بنسټ یې د درېیمې او پنځمې برخې چارې روانې دي.

