ډېر لوستل شوي

تېرکال هلمند کې ۱۵۶ زره پېژندپاڼې وېشل شوي دي

د هلمند ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول نږدې ۱۵۶ زره کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې له ډلې یې ۱۰۵ زره او ۱۵۱ برېښنایي او ۵۰ زره او ۷۵۰ یې کاغذي دي.

د هلمند ولايت د احصايې او معلوماتو ریيس حافظ محمد رباني حاجي هېواد وايي چې هره ورځ شاوخوا ۱۸۰۰ کسان د برېښنایي او کاغذي برېښنایي اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

ښاغلی حاجي هېواد زياتوي چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ۱۸ ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي چې نږدې ۲ زره کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۰۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو اړوند خدمتونه (۱۰ زېږون کارتونه او ۹۰ د مړینې پارچې) وړاندې کړي.

د هلمند ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې د وېش څانګې فعالې دي چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي. لومړۍ وېش څانګه چې د ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري، غوښتونکو ته د نویو پېژندپاڼو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼې وېش) هم وړاندې کېږي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

اړوند خبرونه