ډېر لوستل شوي

بلخ کې د کشندي ولسوالۍ د ۱۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د کشندي ولسوالۍ د ۱۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د ياد رياست د رسنيو دفتر په ويلي، دا پروژه د شاوخوا ۴۵۰ میلیونه افغانيو په ارزښت له «پل برق» څخه تر کشندي ولسوالۍ پورې تطبیقېږي.
د بلخ ولایت د ټولګټو رييس مولوي عبدالصبور صابر ویلي، چې دا سړک د ټولګټو وزارت له بودیجې جوړېږي او پکې دوه پلونه، پلچکونه او استنادي دېوالونه شامل دي.
د مسوولینو په وینا، د پروژې شاوخوا ۲۰ سلنه کارونه تر دې دمه بشپړ شوي او تمه ده، چې د دوو کلونو په ترڅ کې د داخلي انجینرانو او ماشینرۍ په وسیله بشپړ شي.

اړوند خبرونه