د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت قوشتيپې ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې له پوځي او ملکي مسوولینو، دیني علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره لیدنې کړې دي.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې د ښاغلي حنفي په حواله ويلي، چې د اشغال له پای ته رسېدو وروسته افغانان ریښتینې ازادۍ ته رسېدلي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسوولین هڅه کوي، څو د خلکو ستونزو ته په بېلابېلو برخو کې ښه او اغېزمنه رسېدنه وکړي.
د رياستالوزراء اداري مرستيال د روان کال پروژو په تړاو هم ويلي، چې هېواد کې بېلابېلې انکشافي پروژې په پام کې دي او په يو بل پسې به پلي شي.

