ډېر لوستل شوي

د معیار او کیفیت ادارې څه باندې ۸۰ ټنه کم‌کیفیته ودانیز توکي مسترد کړي

د معیار او کیفیت اداره وایي چې په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې یې ۸۳ ټنه کم‌کیفیته ودانیز توکي بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې مسترد شویو کاشي او نبشي ډوله وسپنې له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او مسترد شوي دي.
د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول او تثبیت پروسه په شفافه، منظمه او قاطع توګه دوام لري او په دې برخه کې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښيي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم د هېواد په یو شمېر بندرونو کې بېلابېل کم‌کیفیته توکي مسترد شوي دي.

اړوند خبرونه