د غور ځایي مسولین وايي، چې د یاد ولایت د خورنج ولسوالۍ په چهارسدې کلي کې غره ښویېدنې د اوو تنو ژوند اخیستی دی.
د مسوولینو له قوله، دا کسان د یوې کورنۍ غړي وو چې له غره څخه د یوې ډبرې د رغړېدو په پایله کې شهیدان شوي دي.
ویل کیږي چې په دې پېښه کې یاد کور په بشپړه توګه نړېدلی دی.
ځایي چارواکي وایي چې مسوولین پر وخت چهارسدې کلي ته رسېدلي او د پېښې څېړنه کوي.