ډېر لوستل شوي

افغان او اوزبیکستاني چارواکو د نشه‌یي توکو د قاچاق مخنیوي لپاره د تخنیکي ټیم پر جوړولو هوکړه کړې

د ا.ا کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال، شیخ عبدالرحمن منیر اوزبیکستان ته د سفر پرمهال د دغه هېواد کورنیو چارو له وزیر «عزیز تاشپولادویچ» سره کتلي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې پر همغږۍ او پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د عزیز تاشپولادویچ له قوله راغلي چې اوزبیکستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته ادامه ورکوي.
په دې کتنه کې همداراز دواړو لوریو په سرحدونو کې د نشه‌یي توکو د مخنیوي لپاره د تخنیکي ټیم پر جوړولو هوکړه کړې چې پر بنسټ به یې د یادو توکو د قاچاق پر وړاندې همغږي او اغېزمن فعالیتونه ترسره شي.

اړوند خبرونه