د عامه امن پولیسو عمومي ریاست رياست خبر ورکړی، چې کابل ښار ته د ۴۱۸ هغو موټرو د ننوتلو مخه نیول شوې چې قانوني اسناد یې نه درلودل.
ياد رياست ويلي، چې دا موټر د یادو پوليسو د لومړي او دويم کنډک ځواکونو له لوري د ارغندي او سنګنوشته په دروازو کې درول شوي او خپلو اصلي سيمو ته لېږل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د پوليسو له لوري دننه په کابل ښار کې هم بېاسناده ۱۱۱ موټر درول شوي او د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.
د عامه امن پولیسو رييس عبدالرحیم ظهیر ویلي، د دوی ځواکونه په جدي توګه هڅه کوي چې د بېاسناده وسایطو تګــراتګ مخه ونیسي او د ښار د اوسېدونکو امنیت خوندي کړي، او په دې برخه کې هېڅ ډول بېپروايي د منلو وړ نه ده. چارواکي زیاتوي، چې دا اقدامات د کابل ښار د امنیت د پیاوړتیا او د احتمالي جرمونو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي، او له ښاریانو یې غوښتي، چې د موټرو د کارولو پر مهال له ځان سره قانوني اسناد ولري.

