د کندهار مسوولین وایي، د یاد ولایت سپینبولدک ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ۷۰ ګامېښو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د دغه ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د خبرپاڼې له مخې چې دا ګامېښې په دریو موټرو کې بار وې او یو شمېر کسانو یې له پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاقي رالېږد هڅه کوله.
د مسوولینو په وینا چې د دې قاچاق په تړاو له نیولشویو کسانو سره د محکمې له پرېکړې وروسته قانوني چلند وشي. د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې چې څو ورځې مخکې هم د یاد ولایت سپینبولدک ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ۸۶ څارویو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

