د سویډن د کډوالو وزیر جون فورسېل وايي، چې هېواد یې له اروپايي ټولنې سره په ګډه له اسلامي امارت سره د اړیکو د بیا پیل په هڅو کې مخکښ رول لري.
نوموړي اروپايي رسنيو ته تاييد کړې، چې ټاکل شوې د اسلامي امارت یو تخنیکي پلاوی د سویډن او اروپايي کمېسیون په بلنه تر اوړي مخکې بروکسل ته ولاړ شي، څو د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په اړه خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، دا خبرې د بلجیم په نوښت ترسره کېږي، چې پکې به د څو اروپايي هېوادونو استازي هم ګډون ولري.
د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې له نړۍ سره د سلامي امارت ډيپلوماټيکې اړيکې ورځ تر بلې د پراختيا په حال کې دي او اوس دا اړيکي تر اروپايي هېوادونو هم رسېدلې دي.

