ډېر لوستل شوي

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د نفت‌ او ګازو په برخه کې په ګډو پروژو او تخنیکي همکاریو هوکړه شوې

اذربایجان ته د افغان لوړ پوړي پلاوي د سفر په ترڅ کې، د افغانستان او اذربایجان دولتي نفت‌ او ګازو شرکتونو د ګډو پروژو پلي کولو، تخنیکي همکاریو پراختیا او د پانګونې د جذب پر لارو چارو هوکړه کړې ده.

د افغانستان د دولتي نفت‌ او ګازو شرکت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړه د افغانستان د پلاوي او د اذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال انار اخندوف ترمنځ په لیدنه کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نفت‌ او ګازو په برخه کې د مستقیمو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د پانګونې فرصتونو ارزونه او د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا هر اړخیز بحث او خبرې شوې دي.

مسوولین وایي، دا هوکړه به د انرژۍ په سکتور کې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وي.

اړوند خبرونه