ډېر لوستل شوي

د غویي څلورمه د اسلامي امارت د بنسټګر ورځ؛ملګري یې رښتینی، مؤمن مسلمان او هېوادپاله افغان یادوي

د غویي څلورمه له هغې ورځې سره برابره ده چې د اسلامي امارت بنسټګر او د امیرالمؤمنین «ملا محمد عمر مجاهد» پکې خپل روح رب ته وسپاره.
د دې ورځې په مناسبت د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو خپل پيغامونه شریک کړي او د اسلامي امارت پخوانی مشرتابه یې د اخلاقو، اخلاص، دیانت او قاطع دریځ نمونه بللې ده.
د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري د اسلامي امارت د پخواني مشرتابه په اړه ویلي: “ملا صاحب دومره مخلص و چې د هغه د اخلاص په انرژۍ تر اوسه چلېږو. له ملګرو سره یې دومره اخلاص و چې د قلات په غرو کې یې لا د هر ملګري پوښتنه کوله.”

همداراز د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، د مرحوم امیرالمٶمنین تر قیادت لاندې چې کومه مبارزه وشوه، خدمتونه وشول او دا مسیر تر دې ځایه تعقیب شوی دا ټول د هیچا په فرمایش نه دي شوي، بلکې د اسلامي قیادت تر چتر لاندې په بشپړه ازادي کې ترسره شوي دي.
همدارنګه د چاروپوهان او د افغان حکومت برحاله چارواکي مرحوم د قاطع او مشفق مشر بولي او په وینا یې چې ټوله هڅه یې د خپل ولس هوساینه وه. ده پر مسوولینو غږ کړی و چې کارخونې ورغوي او د ولس په چوپړ کې شپه او ورځ زیار وباسي.
امیرالمؤمنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په خپله یوه وینا کې سپارښتنه کړې: “‏خپل ملگري لمانځه ته تشویق کړئ، له منکراتو څخه یې راوګرځوئ او عدالت پلی کړئ.”
امیرالمؤمنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په ١٣٣٩ هــ ل کال د کندهار ولایت خاکرېز ولسوالۍ د چاه همت په کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او په ١٣٩٢ هــ ل کال کې وفات شو چې همدا نن ورځ يې ١٣م تلين سره برابره ده.

اړوند خبرونه