ډېر لوستل شوي

درې کاله وروسته؛ پکتیا کې د یوې خونړۍ پېښې عامل نیول شوی

د پکتیا امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې امنيتي ځواکونو هغه کس چې درې کاله وړاندې يې په پروان ولايت کې د يوې کورنۍ دوه غړي وژلي او درې نور يې سخت ټپيان کړي وو، نيولی دی.

د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وه، چې پکې دوه ځوانان چې عمرونه یې ۲۴ او ۲۲ کاله وو، وژل شوي او درې نور کسان سخت ټپیان شوي وو.

امنیتي مسوولین زیاتوي، چې یاد کس د کشفي او استخباراتي هڅو په پایله کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په اړوند سیمه کې نیول شوی دی. د پکتیا امنیې قوماندانۍ ویلي، چې نیول شوی کس به د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه