د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي همایون افغان وایي، ټاکل شوې چې د جوزجان ولایت په «یتیمتاق» سیمه کې د سمنټو د یوې سترې کارخونې عملي چارې پیل شي.
د ښاغلي افغان په وينا، دا پروژه د شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پلي کېږي او تمه ده چې هره ورځ به د زرګونو ټنو سمنټو د تولید وړتیا ولري.
مفتي همايون افغان ډاډ ورکړی، چې دې کارخونه کې به زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي، چې دا به د سیمې پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري.
د کانونو او پټروليم وزارت زياته کړې، چې د ختیځ زون د کانونو ارزونه هم شوې، څو د طبیعي زیرمو د لا ښه مدیریت او راتلونکو پانګونو ته زمینه برابره شي.

