ډېر لوستل شوي

له اسلام‌اباد او عمان وروسته؛ عراقچي مسکو ته سفر کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپل سیمه‌ییز سفر په وروستي پړاو کې روسیې ته تللی دی.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې نوموړي تر دې مخکې عمان او اسلام‌اباد ته سفرونه کړي او همداراز یې د قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ټلېفوني خبرې اترې هم لرلې.

په مسکو کې د ایران سفیر ویلي، ټاکل شوې چې عراقچي د دوشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

نوموړی به کریملین ته د سیمې د وروستیو حالاتو، د اوربند هڅو او روانو سیاسي پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړي.

د راپورونو له مخې، د عراقچي دا سفر د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو، د احتمالي اوربند او د ډیپلوماټیکو هڅو د همغږۍ په لړ کې مهم بلل کېږي.

نوموړی هڅه کوي، چې له مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو سره په اړیکو کې پرمختګ راولي او د روانو شخړو د حل لپاره ګډ دریځ رامنځته کړي.

اړوند خبرونه