ډېر لوستل شوي

ټرمپ: موږ په یوې ناارامه او لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې نړۍ له غیرعادي او ناارامو حالاتو سره مخ ده او زیاته کړې یې ده: “موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو.”

نوموړي له «سي‌بي‌اېس» سره د ۶۰ دقیقې په مرکه کې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال پر برید کوونکي کس نیوکه کړې او هغه یې «ډېر ناروغ انسان» بللی دی.

د ټرمپ په وینا، دغه کس پخوا یو سخت مذهبي عیسوی و، خو وروسته د مذهب ضد شوی او په شخصیت کې یې بدلون راغلی و.

د خبریال دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اندېښمن شوی و که نه، ټرمپ ویلي چې اندېښنه یې نه لرله او ټینګار یې کړی: “زه ژوند درک کوم.”

نوموړي د خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ د غبرګون په اړه هم ویلي، چې هغه نه وه ورخطا شوې، خو منلې یې ده چې په داسې حالاتو کې هر څوک وېرېږي.

د امریکا د ولسمشر په وینا، ملانیا ژر درک کړې وه چې پېښه عادي نه ده او وروسته تر پېښې ډېره خواشینې ښکارېده.

اړوند خبرونه