ډېر لوستل شوي

د لبنان په سوېل کې تازه بریدونه؛ ۱۴ کسانو پکې خپل ژوند بایللی

د لبنان د روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دې هېواد په سوېل کې د اسراییلو په تازه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، که څه هم د اسراییلو او لبنان ترمنځ اوربند اعلان شوی، خو اسراییلي ځواکونو لا هم په سوېلي سیمو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د یادو بریدونو له امله هغه خلک چې له اوربند وروسته خپلو سیمو ته ستانه شوي وو، یو ځل بیا بې‌ځایه کېدو ته اړ شوي دي.

راپورونه ښيي، چې روان وضعیت د سیمې بشري وضعیت لا پسې خراب کړی او د ملکي وګړو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

اړوند خبرونه