د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع وایي، په دې لیدنه کې د همکاریو پر اهمیت او په سیمهییزو مسایلو کې د چین پر رول ټینګار شوی دی.
ښاغلي حقاني ویلي، چې افغانستان د عمومي ثبات په لټه کې دی او تمرکز یې د کورنیو ستونزو پر حل او د خلکو د ژوند د وضعیت پر ښهوالي دی.

