د المپیک بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې ددې ولایت په کوربهتوب د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوي دي. دې سیالیو کې ټولټال ۷۰ لوبغاړو ګډون کړی.
د یاد ریاست په وینا، دغه سیالۍ په دوو، مبارزې او پومسې برخو کې د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره کیږي چې دوه ورځې به دوام وکړي.
په دې سياليو کې، د بلخ ترڅنګ د تخار، جوزجان، لغمان، سمنګان، لوګر او پکتیا ولایتونو ورزشکاران ګډون لري.
مسوولینو ویلي، د دغو سیالیو موخه د تکواندو وده، د لوبغاړو هڅونه، د غوره استعدادونو پېژندنه او دولایتونو ترمنځ یووالي رامنځته کول دي.

