د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې په لغمان ولایت کې له ۱۳۶ بېسرپرسته او یتمو ماشومانو سره ۱٫۴ میلیون افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا مرسته د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ د هدف خیریه موسسې له لوري شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې مرسته کې هر ماشوم ۱۰ زره ۲۹۴ افغانۍ ورکړل شوې دي.
په ورته مهال د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس، مولوي سید جمالالدین هاشمي له نورو ملي او نړیوالو موسسو او خیریه مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو لاسنیوی او ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپل بشري فعالیتونه نور هم پراخ کړي.

