ډېر لوستل شوي

افغان او ایراني چارواکو د کابل ـ تهران اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له عمومي رییس علي‌اکبر نظري سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او همکاریو خبرې کړې دي.

یاد سفارت وایي، دا لیدنه د ایران د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې ترسره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د کابل او تهران ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، د همکاریو د پیاوړتیا او له سفارت سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت د همغږۍ په تړاو بحث او سلا مشورې کړې دي.

که څه هم د دې لیدنې نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو ایران د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره خپلې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

تمه کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې به روان کال لا نورې هم پراخې شي.

اړوند خبرونه