د پکتيکا د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت په هڅو ددې ولایت په مرکز ښرنه کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې.
ددغو سیالیو لومړی ګټونکی حنظله، دویم ابراهیم او شاه محمد، درېیم ګټونکی اعلان شو.
دې لوبو یوه ورځ په بر کې ونیوله چې موخه یې د دودیزو لوبو راژوندي کول او وده ورکول وو