د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد په شمال کې د آمو سیند د نفتو حوزې اړوند «زمردسای» سیمه کې ۱۲ د نفتو څاګانې تازه کیندل شوې دي.
د یاد وزارت ویاند مفتي همایون افغان په یوه ویډېویي پیغام کې ویلي، له دغو ۱۲ څاګانو څخه د پنځو د نفتو د استخراج ازمایښتي بهیر پیل شوی دی.
هغه زیاته کړې، اوس مهال په نویو کیندل شویو څاګانو کې د خوندیتوب یا سیفټي سیسټم چارې روانې دي او له بشپړېدو وروسته به د پاتې اوو څاګانو د نفتو استخراج هم پیل شي.
د نوموړي په خبره، دا مهال له پنځو فعالو څاګانو د ورځې شاوخوا ۵۰۰ ټنه نفت د استخراج وړتیا شته او د پاتې اوو څاګانو له فعالېدو سره به د ټولو ۱۲ څاګانو د ورځني استخراج کچه نوره هم لوړه شي.
د یادونې ده، چې د «زمردسای» د نفتو له پنځو څاګانو د ازمایښتي استخراج پرانیسته د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سفر پر مهال شوې ده.

