د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت خبر ورکړی، چې د واخان دهلېز د لومړي فاز چارې ۶۰ او د دويم فاز چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې دي.
ياد معاونيت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د لومړی فاز چارې د بدخشان ولایت له بروغیل څخه تر بزای ګنبد پورې د ۷۱ کیلومتره په اوږدوالي او د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت به د روان کال تر پايه بشپړې شي.
همداراز، دویم فاز له بزای ګنبد څخه د چین تر پولې پورې د ۵۰ کیلومتره په اوږدوالي او د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په بودیجه سره به تر ۱۴۰۵ کال پورې بشپړ شي. د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې بشپړېدل به د سیمې د نښلولو او اقتصادي ودې لپاره مهم رول ولوبوي.

