ډېر لوستل شوي

د کندهار او هانګژو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو هوکړه‌ليک لاسلیک شوی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی، چې د چین د هانګژو ښار او د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې ترمنځ د اقتصادي همکاریو هوکړه‌ليک لاسلیک شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رسنيو دفتر وايي، چې دا هوکړه‌ليک د چین په هانګژو ښار کې لاسلیک شوی او موخه یې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ، ګډو پانګونو او«B2B» تعاملاتو پراختیا ده.

همداراز ویل شوي، چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشرتابه د چین د سفر پر مهال د هانګژو د سوداګرۍ او صنعت خونې له مسوولینو سره لیدلي او د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړې دي.

په همدې حال کې، د افغان سوداګرو په ګډون يو پلاوی چین ته تللی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره بحثونه وکړي.

اړوند خبرونه