د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د «واکسيناسيون په تړاو د عامه پوهاوي» په غونډه کې ویلي، چې د واکسین د تطبیق لپاره ګډ کار او همغږي اړينه ده.
د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ښاغلي حقاني په حواله ټینګار کړی، چې کورنۍ، رسنۍ، دولتي ادارې او ټول ولس باید په ګډه د واکسین د تطبیق په برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي. هغه واکسین د ټولنیزې، اقتصادي او ملي پانګونې په توګه یاد کړی دی.
مولوي عبدالولي حقاني زیاته کړې، چې په ۲۰۲۶ کال کې د واکسین په برخه کې مثبت بدلونونه راغلي او د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ثبت شوې دي.
نوموړي ویلي، لا هم په ځینو سیمو کې کورنۍ د واکسین له خدمتونو بېبرخې دي، چې د دې لاملونه د سیمو لرې والی، د عامه پوهاوي نشتون او د ځینو کورنیو نه همکاري بلل شوې ده.

