د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مولوي مهاجر فراهي د «واکسيناسيون په تړاو د عامه پوهاوي» په غونډه کې ویلي، رسنۍ او مطبوعات کولای شي د واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیسي.
د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ښاغلي فراهي په حواله ټینګار کړی، د رسنیو بنسټيزه دنده دا ده چې خلکو ته د بېلابېلو ناروغیو، د هغوی د مخنیوي لارو او د واکسینونو په اړه کره معلومات وړاندې کړي او خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.
د خپرونو مرستيال زیاته کړې، چې رسنۍ باید د ناروغیو د وقایې، د ځانساتنې او د واکسین د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو کې فعاله ونډه واخلي او خپل رسنیز رسالت ترسره کړي.

