ډېر لوستل شوي

ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د ۱۹ پروژې منظورېدل

د ریاست‌الوزراء‌ اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۲٫۸ میلیارد ډالرو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې شوې دي. 

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۶ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې چې له بحث وروسته ۱۹ پروژې منظورې او په څلورو پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلي دي. 

سرچینې لیکلي چې همداراز د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژې تدارکاتي پروسه او قېمت بیاځلې وارزوي، او همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په شرایطو له برابرو شرکتونو سره د پروژې په اړه د ورکړل شويو قېمتونو په اړه مذاکره وکړي.

اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې په منظورشويو او تعدیل‌شويو کې د مخابراتي وسایلو، سړک جوړونې، برېښنا رسونې او توزیع او یو شمېر نورو برخو پروژې شاملې دي.

اړوند خبرونه