ډېر لوستل شوي

ایران غواړي د هلمند له نیمه‌ګران‌بیه ډبرو او پنبې سره ګډې پانګونې پراخې کړي

په کندهار کې د ایران کونسل محمد رضا، د هلمند له ځایي مسوولینو او پانګوالو سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د هلمند د روخام نیمه‌ګران‌بیه ډبرو او پنبې په برخه کې ګډې پانګونې او سوداګري پیاوړې کړي. نوموړي زیاته کړې، چې ایران غواړي د هلمند او د ایران د سیستان او بلوچستان او جنوبي خراسان ولایتونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره مناسبې اسانتیاوې او زمینه برابره کړي، څو دواړه لوري له دې فرصتونو ګټه واخلي.

اړوند خبرونه