ډېر لوستل شوي

هلمند کې د اوبو مرګونې پېښه؛ څلورو مېرمنو ژوند بایللی او دوه ژغورل شوې

د هلمند ځایي مسوولین وایي، د دې ولایت د ناوې ولسوالۍ په «عینک» سیمه کې د سیند په اوبو کې د ډوبېدو له امله څلور مېرمنو خپل ژوند بایللی او دوه نورې ژوندۍ ژغورل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته په داسې مهال رامنځته شوې چې د یوې کورنۍ شپږو ښځو د لارې پر مهال د هلمند سیند غاړې ته تم شوې وې.

ویل کېږي، لومړی یوه مشره ښځه اوبو وړې او وروسته نورې ښځې د هغې د ژغورنې لپاره اوبو ته ورلوېدلې دي.

مسوولین زیاتوي، چې د ژغورنې په هڅه کې نورې ښځې هم په اوبو کې بندې شوې، چې له ډلې یې دوه تنه، د هغې مشرې ښځې په ګډون، ژغورل شوې، خو څلور نورې ښځې د سیند تیزو اوبو وړې دي.

تر اوسه د دوو مړو ښځو جسدونه موندل شوي او دوه نورې لا هم نادرکه دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د همدې ولسوالۍ په «سرخ‌دوز» سیمه کې دوه ماشومان (یو هلک او یوه نجلۍ) ډوب شوي وو، چې جسدونه یې لا هم نه دي موندل شوي.

اړوند خبرونه